د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند: د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ له لارې به بېلابېلو خواوو ته ګډې ګټې ورسېږي
CMG2022/11/05 15:34:29
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په څلورمه نېټه د دغه وزارت په يوه مطبوعاتي غونډه کې د چين او لاوس د رېل پټلۍ د مال وړونکو سټېشنونو د پوره فعالېدو  خبر ورکړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د چين او لاوس ترمنځ د رېلپټلۍ منسی سټېشن پدې وروستيو کې مال وړونکې چارې پيل کړي، چې پدې سره د دې رېلپټلۍ ټول هغه سټېشنونه چې مال وړونکې چارې ترسره کولی شي، ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان پدې اړه وويل، پدې وروستيو ورځو کې له ګاونډيانو سره د چين د اتصال په برخه کې ډېر زيري راغلي دي، د بېلګې په توګه چين ته د ويتنام د ولسمشر د تازه سفر پر مهال دواړه هېوادونه هوکړې ته رسېدلي، چې (يو کمربند او يوه لار) طرحه او (دوه دهليزونه او يوه دايره) پروژه به په چټکۍ وصل کړي. دغه راز چين او پاکستان هوکړې ته رسېدلي، چې د ګوادر بندر د لومړي نمبر رېلپټلۍ د ترميم او اصلاح پروژه به چټکه کړي.

همدارنګه جاو لي جيان زياته کړه، چې د چین واکمن کمونېست ګوند په خپل شلم ملي کانګرېس کې څرګنده کړې، چې دغه ګوند به د پرانيستي نړيوال اقتصاد د ابادۍ لپاره هڅې وکړي او د يو کمربند او يوې لارې ګډې ابادۍ ته به باکيفيته پرمختګ ورکړي، څو بېلابېلو خواوو او د بېلابېلو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسېږي.