د امريکا دفاع وزارت د نومبر پر ۴مه له اوکراين سره د امنيتي مرستې د تړون له مخې د نورو ۴۰۰ ميليون ډالرو په اندازه نظامي مرستو د برابرولو اعلان وکړ. د امريکا دفاع وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه، چې د دغه وزارت له زېرمو څخه به وسلې واخلي او اوکراين ته به یې ورولېږي.
په اعلاميه کې ويل شوي، چې د امريکا ولسمشرۍ ته د جو بايډن له رسېدو راهيسې، دغه هېواد اوکراين ته د څه باندې ۱۸ ميليارډ او ۹۰۰ ميليونه ډالرو په اندازه د نظامي مرستو ژمنې کړې دي.