د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د نومبر پر ۴مه د ناټو له سرمنشي ستوربيرګ سره چې له ترکيې څخه ليدنه وکړه، خبرې اترې وکړې.
د ترکيې د ولسمشرې ماڼۍ د اعلاميې له مخې، دواړو خواوو د اوکراين او روسیې د جګړې، د ترکيې او يونان د شخړې او د ترکيې، سويډن او فنلنډ د دری اړخيز ياداښت په هکله د نظريو تبادله وکړه.
اردوغان په ناټو کې د سويډن او فنلنډ د ګډون په هکله وويل، چې د اړوندې پرېکړې د تصويبولو وخت او سرعت د دغو هېوادونو له تدبيرونو سره تړاو لري.
د اړوندو اصولو له مخې، په ناټو کې د سويډن او فنلنډ د ګډون د پرېکړه ليک تصويبېدل د دې ټولنې د ۳۰ غړو هېوادونو ګډو موافقو ته اړتيا لري، ترکيه او هنګري د ناټو یوازينی دوه غړي هېوادونه دي چې ياد پرېکړه ليک يې نه دی منلی.