د چين د پنځم نړيوال وارداتي نندارتون پرانيستونکي مراسم د نومبر په ۴مه په شانګهای ښار کې تر سره شول. د سوداګرۍ نړيوال سازمان عمومي مديرې نګوزي وکونجو لويلا په انلاين ډول په دغو مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.
نوموړې وويل، چين په نړۍ کې د تجارتي توکو تر ټولو لوی صادرونکی هېواد دی ، دغه راز د خدماتو په وارداتو کې دويم لوی او په صارداتو کې درېيم لوی هېواد دی. چين په نړيوالې سوداګرۍ او څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم کې ډېر مهم رول لوبوي. د چين د مثبت ګډون له امله د دغه سازمان د وزيرانو ۱۲ مې غونډې فعالې لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي.
نوموړې زياته کړه، چې د چين له نړيوال وارداتي نندارتون څخه دا ښکاري، چې سوداګرۍ لاهم د پرمختګ او ټول شمولیت د ساتلو لپاره قوی ځواک دی. نوموړې هيله وښوده چې چين د سوداګرۍ نړيوال سازمان له نورو غړو سره همکارۍ وکړي، لا نور قوي او اغيزمن نړيوال سوداګريز سيستم جوړ کړي او د انسانانو او نړۍ پرمختګ ته خدمتونه وکړي.