د هونګ چياو پنځم نړيوال اقتصادي فورم د نومبر په ۵ مه نېټه د ۲۰۲۲م کال د نړيوال ورخلاصون راپور خپور کړ، چې له مخې يې چين په لوړې سويې د ورخلاصون پر تګلارې ټينګار کړی او پرمختګونه يې کړي او د ورخلاصون شاخص يې د ۲۰۱۲م کال له ۰.۷۱۰۷ څخه د ۲۰۲۰م کال ۰.۷۵۰۷ ته لوړ شوی او د زياتوالي اندازه يې ٪ ۵.۶ ته رسېدلې ده، دغه راز د نړۍ د ورخلاصون په درجه بندۍ کې يې مقام له ۴۷م څخه ۳۹م ته لوړ شوی او د اقتصاد د نړيوال کېدو بهیر لپاره مهم ځواک ګرځېدلی دی.
دغه راپور د چين د ټولنيز ساينس اکاډمۍ د نړيوال اقتصاد او سياست څېړنيز انسټيټيوټ او د هونګ چياو نړيوال اقتصادي فورم لخوا په ګډه جوړ شوی دی.
په دغه راپور کې ويل شوي چې اوسمهال د نړۍ په ورخلاصون کې بدلونونه رامنځته شوي، د پرمختللو اقتصادونو د ورخلاصون کچه مخ په کمېدو ده او د مخ پر ودو اقتصادونو د ورخلاصون کچه د پراخېدو په حال کې ده.
د چين د ټولنيز ساينس اکاډمۍ د نړيوال اقتصاد او سياست څېړنيز انسټيټيوټ رئيس جانګ يو يان وايي، په ۲۰۲۰م کال کې د نړيوال ورخلاصون شاخص ۰.۷۴۹۱ښودل شوی چې د ۲۰۰۸م کال په پرتله ٪ ۴.۱ کموالی ښيي. دغه راز له ۲۰۰۸م تر ۲۰۲۰م کال پورې د بريکس هېوادونو د ورخلاصون شاخص ٪۶.۳ لوړ شوی او د یو کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو اقتصادونو د ورخلاصون شاخص ٪ ۵ لوړ شوی دی.