هونګ چياو نړيوال اقتصادي فورم پرانيستل شو
CMG2022/11/06 12:20:56
شريکول:

د هونګ چیاو پنځم نړيوال اقتصادي فورم د نومبر په ۵ مه نېټه د چين په شانګهای ښار کې پرانيستل شو.

دغه فورم د چين د نړيوال وارداتي نندارتون يوه مهمه برخه ده .

سږنی فورم د نړيوال ورخلاصون پر نوي خوځنده ځواک او د پرمختګ د فرصتونو پر شريکولو تمرکز کوي او پر مهال يې د (رسيپ او په لوړې سويې ورخلاصون) تر عنوان لاندې د لوړې سويې فورم، د نړيوال ورخلاصون د ۲۰۲۲م کال راپور د خپرولو مراسم او يو نړيوال سمينار ترسره کېږي.

د (رسيپ او په لوړې سويې ورخلاصون) د لوړې کچې فورم کې ګډونوالو پر سيمه ييز او نړيوال اقتصادي پرمختګ د رسيپ تړون په اغېزو بحثونه وکړل او د نړیوالو او سیمه ییزو صنایعو او اکمالاتو ځنځير، د سوداګرۍ او پانګونې د همکارۍ او د ورخلاصون د پراختيا په اړه يې د نظريو تبادلې وکړې.

رسيپ (RCEP) یا د سيمې د هراړهيزو اقتصادي همکاريو اړيکو تړون د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه رسماً نافذ شو او پدې سره د نړۍ تر ټولو لوی ازاد سوداګريز زون رسماً جوړ شوی چې د سيمې د اقتصادي يووالي لپاره يوه ارزښتناکه پېښه بلل کېږي.