د چيني ژبې په کلاسيکو اثارو کې نوې مفکوره
CMG2022/11/06 18:01:30
شريکول:

راځئ! د ورخلاصون له لارې د نړيوال پرمختګ راتلونکی ځلانده کړو!

ـــ د چين د پنځم نړيوال وارداتي نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د شي جين پينګ ويډيويي وينا

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۴مه نېټه د چين د پنځم نړيوال وارداتي نندارتون د پرانيستنې مراسمو ته د وينا پر مهال د يوه شعر بيت ويلی: (( غرونو او سیندونو ښايي لار بنده کړې وي، خو د وړاندې تګ په دوام سره يو بل کلی چې زرغونې ونې پکې کېښودل شوې او رنګارنګ ګلان پکې غوړېدلي، تر سترګو کېږي.)) دغه شعر اته سوه کاله مخکې د چين د مشهور اديب او تاريخ پوه لو يو لخوا ليکل شوی او معنا يې دا ده، کله مو چې ستونزې د مسير دوام له خنډ سره مخ کړي، نو په دوامدارو هڅو يې حل لاره پيدا کولای شو، ځکه حل لارې تر ستونزو زياتې دې.

شي جين پينګ له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې همکارۍ دې وکړي او د ورخلاصون له لارې دې ګډې ګټې ترلاسه کړي. هغه وويل، چې زمونږ تر پښو لاندې لار ده او زمونږ پر وړاندې ځلانده راتلونکی دی، چين غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای رښتينی څو اړخيزم عملي کړي، د ورخلاصون په اړه زیاتې ګډې نظريې راغونډې کړي، د نړيوال اقتصاد پر وړاندې ستونزې او ننګونې په ګډه حل کړي او د ورخلاصون له لارې د نړيوال پرمختګ راتلونکی ځلانده کړي.

اوسمهال ټوله نړۍ له سترو بدلونونو سره مخ ده، د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا خوځنده ځواک مخ په کمېدو دی، شي جين پينګ د دغه شعر په ويلو سره د ستونزو حلولو او د مشترکې شتمنۍ د لټولو لپاره د ورخلاصون مسیر روښانه کړ.

ده نړیوالو ته دا وښوده چې چين پر ورخلاصون ټينګار کوي او غواړي په خپل لوی بازار سره ټولې نړۍ ته فرصتونه برابر کړي.