د چين د نړيوال وارداتي نندارتون ګډونوالو د رئيس شي جين پینګ وينا وستايله
CMG2022/11/06 15:17:55
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر د څلورمې نيټې په شپه په انلاین ډول په شانګهای کې د چين د پنځم نړيوال وارداتي نندارتون د پرانیستنې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

د هغه د وینا محوري ټکي او عنوان ورخلاصون، سمسورتیا او د ښې راتلونکې جوړول و.

يو شمېر بهرنيو صنعتګرو چې پخوا يې د چين په نړيوال وارداتي نندارتونونو کې ګډون کړی و، د ورخلاصون د پراخوالي په هکله د رئيس شي جين پینګ ژمنه وستايله او هيله يې وښودله چې د چين له باکيفيته پرمختګ او پرمختيایي فرصتونو څخه ګټه واخلي.

د جاپان د پاناسونيک شرکت په ۱۹۸۷م کال کې له چیني لوري سره په ګډې پانګې جوړ شوی او په مسلسلو پنځو کلونو کې يې په دې نندارتون کې ګډون کړی دی. د دغه شرکت د عمومي مدير مرستیال هوما تيتسورو د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي چې رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې هغه قوي نيت ښودلی چې چين به د ورخلاصون پر پراخوالي د ټينګار له لارې د باکيفيته پرمختګ د موندلو لپاره هڅې وکړي چې همدا د خوشحالۍ وړ خبره ده.

د جاپان د شيسېدو شرکت د سينګار توکو د تولید لومړنۍ نړيواله تصدي ده چې په ۱۹۸۱م کال کې يې د چين بازار ته لار موندلې ده. له څلوېښتو کلونو راهيسې دغه شرکت د چين د چټک اقتصادي پرمختګ عيني شاهد پاتې شوی او له دې لارې يې ډېرې ګټې هم کړې دي.

د ياد شرکت اجرائيوي رئيس فوجيوارا کينتارو چې د چين نړیوال وارداتي نندارتون په تېرو څلورو دورو کې ګډون کړی و، له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې په دې ډګر کې يې د چين او نړيوال بازاز پيوستون، نوښت او پرمختګ متقابل رول احساس کړی او د چين د ورخلاصون له فرصتونو څخه هم  برخمن شوی دی.

د کاو په نوم مشهور جاپاني شرکت هم په مسلسلو پنځو کلونو کې په دې نندارتون کې ګډون کړی و او په شانګهای کې يې د توليداتو د خدمتي شرکت عمومي منيجر اوکا شينتارو په خوشحالۍ سره ويلي چې له لومړۍ دورې څخه تر پنځمې دورې پورې د دې نندارتون پيمانه پراخه، سويه او اغيزه يې ډېره شوې ده.

ده ويلي: زمونږ شرکت په تېرو پنځو کلونو کې د خپلو چارو او چيني بازار د پيوستون اهميت احساس کړی دی. چين په نړۍ کې له خوځنده ځواک څخه ډک مصرفي بازار ګڼل کيږي.

 د ترکيې د بهرنيو اقتصادي اړيکو کمېټې د اسيا او ارام سمندر چارو د شورا رئيس مولات کولباسي چې په مسلسلو پنځو کلونو کې يې په دې نندارتون کې ګډون کړی، هم وويل چې څه باندې سلو ترکي تصدیو د چین په ټولو پنځو نړیوالو وارداتي نندارتونونو کې ګډون کړی او له دې لارې يې چين ته د ۵۰۰ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت توليدات صادر کړي دي. په سږني نندارتون کې ترکيې په خپل نندارځي کې د خپل سوداګريز پرمختګ وضعيت اوغوره غوالی ښودلي او ترکي تصديو نندارچيانو ته غوره ترکي توليدات او عصري خدمتونه وړاندې کړي دي. چين په دې نندارتون کې له ګډونوالو ترکي تصدیو څخه د ملاتړ لپاره يو لړ تدبيرونه نيولي دي، د بېلګې په توګه په دې نندارتون کې يې د ځينو توليداتو په اړه وارداتي ماليات لغوه کړي او ګډونوالو ته يې د ويزې اسانتياوې برابرې کړې دي.

په شانګهای کې د فليپين قونسل جوسيل ايف اګناسيو ويلي چې چين په مسلسلو څو کلونو کې د فليپين تر ټولو لوی سوداګريز همکار ګرځېدلی او هيله يې ښودلې چې د سږني نندارتون له لارې نړيوالو ته فليپيني جوس، خواړه او نور چمتو شوي توليدات معرفي کړي او لازياتې اړوندې سپارښتنې تر لاسه کړي.

د معلوماتو له مخې ټولټال ۱۴۵ هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو په سږني نندارتون کې ګډون کړی او ۶۶ هېوادونو او درېیو نړيوالو سازمانونو په عمومي دولتي نندارتون کې برخه اخیستې او له ۵۰۰ غښتليو نړيوالو تصديو څخه ۲۸۴ لوی شرکتونه د تصديو په نندارتون کې ګډون لري چې په دې جمله کې په دې نندارتون کې د تصديو د بيا ګډون انډول شاوخوا ۹۰ سلنه دی.