کيوبايانو پر دغه هېواد د امريکا بنديزونه غندلي
CMG2022/11/06 12:40:13
شريکول:

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د نومبر په ۳ مه نېټه يوځل بيا د رايو په اکثريت د يو پرېکړه ليک په تصويبولو سره له امریکا وغوښتل چې بايد پر کيوبا اقتصادي، سوداګريز او مالي بنديزونه لغوه کړي. امریکا په دې رايګيرۍ کې يوځل بيا مخالفه رايه ورکړه چې دغه کړنه يې د کيوبا د بېلابېلو ټولنو له غندنو سره مخ شوې ده.

د کيوبا د نړيوال سياست څېړنيز مرکز څېړونکي لانير پيلين سي اېم جي ته وويل، په داسې حال کې چې نړيوالې ټولنې د رايو په اکثريت د کيوبا له خلکو او حکومت ملاتړ څرګند کړی،  په ملګرو ملتونو کې د امريکا دايمي استازي په رايګيرۍ کې مخالفه رايه ورکړې، لانير پيلين ويلي چې امریکا د دروغو په ادعاوو سره پر کيوبا بنديزونه لګوي او دا په حقیقت کې د دغه هېواد د خلکو پرضد اقدام دی او کیوبایان باید دا دروغ افشا کړي.