شي جين پينګ د لندو ځمکو تړون د لاسليک کوونکو د ۱۴م کنفرانس د پرانيستنې مراسمو ته وينا وکړه
CMG2022/11/06 11:31:14
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۵ مه نېټه په انلاين ډول د چين په وو هان ښار کې د لندو ځمکو تړون د لاسليک کوونکو ۱۴م کنفرانس د پرانيستنې مراسمو ته وينا وکړه .

شي جين پینګ په خپله وینا کې له نړیوالو څخه وغوښتل چې د لندو ځمکو د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي. نوموړي وړانديزونه کړي چې نړیوال دې لندو ځمکو ته ارزښت ورکړي.

ده ويلي: لومړی، نړيوال دې لندو ځمکو ته ارزښت ورکړي او د ساتلو لپاره يې  دې زياتې ګډې نظريې راغونډې کړي.

دوهم، د لندو ځمکو د ساتلو نړيوال بهير دې پرمخ يووړل شي.

درېيم، د لندو ځمکو د ساتلو او ښې استفادې له لارې دې نړۍ ته زياتې ګټې ورسول شي.

شي جين پينګ د لندو ځمکو د ساتلو په برخه کې د چين د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي او ويلي يې دي، چې چين د لندو ځمکو د ساتلو د ميکانيزم سيستم او اړوند قانون جوړ کړی دی، دغه راز د خپل عصري کېدو بهير لپاره يې د انسانانو او طبيعت ترمنځ همغږۍ ته پاملرنه کړې او يو شمېر ملي باغونه يې جوړ کړي چې ۱۱ ميليونه هکتاره لندې ځمکې يې پکې شاملې کړې دي. 

همدارنګه نوموړي زياته کړه، چين به د لندو ځمکو د ساتلو نړیوالې همکارۍ پياوړې کړي.