بهرنۍ رسنۍ: د بريټانيې استخباراتي څانګه په اوکراين کې پټ ترهګر پوځ جوړوي
CMG2022/11/06 12:07:38
شريکول:

رشیه ټوډې تلويزيون د نومبر په ۴ مه نېټه خبر ورکړ، چې د بريټانيې د پوځي استخباراتو کارکوونکي اوس په اوکراين کې د يوه داسې پټ ترهګر پوځ د جوړولو په هڅه کې دي چې دنده به يې له کيف سره مرسته او په کريميا کې د روسيې پر هدفونو بريدونه وي.

د امريکا ګرې زون خبري ويبپاڼې په همدې ورځ د يوه افشا شوي سند له مخې خبر ورکړ، چې د بريټانيې پوځي استخباراتي څانګې د دغه هېواد د يوه شخصي استخباراتي ارګان په همکارۍ په اوديسا کې د اوکراين د امنيت ادارې له نمايندګۍ سره د يوه ترهګر پوځ د جوړولو تړون لاسليک کړی، څو په کريميا کې د هدفونو د تحريب او هدفي وژنو دندې ترسره کړي.