چین د لندو ځمکو د ساتلو په اړه وړاندیزونه وکړل
CMG2022/11/07 15:00:28
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جین پينګ د نومبر په ۵مه نېټه له بېجینګ څخه د لندې ځمکې د ساتلو تړون د بنسټ ايښودونکو ۱۴مې غونډې پرانیستونکو مراسمو ته ويډيويي وینا وکړه. هغه په خپلو خبرو کې د لندې(مرطوب) ځمکې د ساتلو په اړه درې وړاندیزونه وکړل او اعلان يې وکړ، چې چین به په دې برخه کې اغېزناک تدبیرونه ونیسي.

لندې ځمکې، ځنګلونه او سمندر د ګردې نړۍ درې ایکولوژيکي سیستمونه بلل کېږي. خو اوس د لندې ځمکې د ساتنې کارونو پر وړاندې ډېرې ستونزې موجودې دي. د لندې ځمکې تړون دارالانشا ٔ د یو راپور له مخې، د تېرې پېړۍ له ۷مې لسیزې راهیسې په ګردې نړۍ کې د لندې ځمکې پراخوالی ۳۵ سلنه کم شوی او د پاتې شویو لندو ځمکو کیفیت د ککړتیا او اقلیمي بدلون په شمول د ځینو عواملو د اغېزې له امله مخ په ځوړ دی.

شي جين پينګ وړاندیزونه وکړل چې نړیواله ټولنه دې د لندې ځمکې د ساتلو نړیواله ګډه نظریه راټوله کړي، په ګردې نړۍ کې دې د لندې سیمې د ساتلو بهیر پرمخ يوسي او د لندې ځمکې د ساتلو له لارې دې خلکو ته نورې زیاتې ګټې ورسوي. د ده وړاندیزونه په ګردې نړۍ کې د لندې ځمکې د ساتلو لپاره ليدلوري روښانه کړي دي. د لندې ځمکې د ساتلو تړون سرمنشي  موسوندا مومبا وویل، د دغه تړون نورې بنسټ ايښودونکې خواوې به د چین د لارښوونکي رول تر کتلو وروسته وپوهېږي چې د لندې ځمکې ساتنه د اقلیمي بدلون ضد مبارزې او د ژونديو موجوداتو د تنوع ساتلو لپاره ګټوره ده.

سږ کال په یاد تړون کې د چین د ګډون له ۳۰مې کلیزې سره برابر دی. د دې تړون د بنسټ ایښودونکو په سږنۍ غونډه کې به ۲۵ نویو نړیوالو لندې ځمکې ساتونکو ښارونو ته اجازه ليکونه ورکړل شي. اوس چین په ګردې نړۍ کې له ۴۳ دا ډول ښارونو څخه ۱۳ لري او په نړۍ کې لومړی مقام نیسي. دا له ډېرو کلونو راهیسې د چاپېریال ساتنې او د لندې ځمکې د ایکولوژيکي چاپېریال د پر له پسې ښه والي په برخو کې د چین نه ستومانه کېدونکو کوښښونو نتیجه ده.

د یوې شمېرنې له مخې، چین له ۲۰۱۲م کال راهیسې څه باندې ۸ لکو هکتارو په پراخوالي لندې سیمې ودانې یا ترمیم کړې او د نړۍ له مهمو لندو ځکمو څخه ۶۴ ځایونه په چین کې پراته دي. چین د لندې ځمکې د ساتلو سیستم جوړ کړی او د لندې ځمکې د ساتلو قانون يې طرحه کړی.

د امریکا د هنري او کلتوري علومو اکاډمۍ غړي جون کوب وویل، چین د ګردې نړۍ د ایکولوژيکي تمدن د هڅولو په برخه کې مهم رول لوبولی دی.

د چین کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس په راپور کې وړانديز شوی، چې د چین شکله عصري کېدو په وسیله به د چیني ملت بیااحیا وهڅول شي. د انسان او طبعیت ترمنځ د همغږۍ ګډ ژوند د چین شکله عصري کېدل یوه ځانګړتیا او اصلي غوښتنه ده. رئیس شي جین پينګ په خپلو خبرو کې د لندې ځمکې د ساتلو په اړه د چین راتلونکی یو لړ اغېزناک تدبیرونه معرفي کړل، لکه چین به ځیني دولتي پارکونه جوړ کړي او د شاوخوا ۱۱ میلیونو هکتارو په پراخوالي لندې ځمکې به د دولتي پارکونو په سیستم کې شاملې کړي، د لندې ځمکې د ساتلو پلان او د لندې ځمکې د ساتلو مهمې پروژې به پلې کړي. چین به په عین وخت کې د لندې ځمکې ساتلو په برخه کې نړیوالې همکارۍ پرمخ بوزي.

موږ باید څنګه راتلونکي نسل ته ښکلې لندې ځمکې د میراث په توګه وړاندې کړو؟ د چین وړاندیزونو او ادعا نړۍ ته اوچت ځواب ښودلی دی.