شي جين پينګ د باڼس او بڼ سازمان د جوړېدو د ۲۵مې کاليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام واستاوه
CMG2022/11/07 20:06:06
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په ۷مه نېټه د باڼس او بڼ سازمان د جوړېدو د ۲۵کاليزې نمانځغونډې يعنې د باڼس او بڼ دويم نړيوال کنفرانس ته د مبارکي پيغام واستاوه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي چې ياد سازمان له جوړېدو راهيسې د باڼس او بڼ سرچينې د ساتنې، زياتولو او کارولو لپاره هلې ځلې کړې او د نړيوال ايکلوژيکي چاپېريال د ساتنې او د دواملرونکي پرمختګ لپاره يې مثبت رول لوبولی دی. د چيڼ حکومت له دغه سازمان سره يو ځای د نړيوال پرمختګ وړانديزعملي کړی او د پلاستيک توليداتو پر ځای د باڼس او بڼ د کارولو پيشنهاد يې وړاندې کړی تر څو په بېلا بېلو هېوادونو کې د پلاستيک په وسیله د محیط ککړتيا کمه شه، له اقليمي بدلون سره مقابله وشي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجنډا تطبيق چټک شي.

ياد کانفرانس د نومبر په اوومه یعنې نن په بېجينګ کې پرانيستل شو.