د ايران دفاع وزارت د نومبر په ۶مه نېټه د باورـ۳۷۳ هوايي دفاع سيسټم په اړه تازه مالومات ورکړي او ويلي يې دي، چې ياد سيسټم ته يې وده ورکړې او د توغنديو واټن يې زيات او رادار سيسټم يې پياوړی کړی دی.
ايراني رسنيو ويلي، د باورـ۳۷۳ هوايي دفاع سيسټم اوس کارولی شي په عين وخت کې پر ۶ هدقونو بريدونه وکړي او ويجاړ يې کړي او د باليستيک توغنديو، جنګي او بمبار کوونکو الوتکو په شمول د لرې واټن موخې په نښه کړي.
ياد سيسټم اوس هغه توغندي سمبالولی شي، چې د وېشتلو واټن يې ۳۰۰ کيلومتره دی، د رادار کشف چوکاټ يې له ۳۵۰ کيلومترو نه ۴۵۰ کيلومترو ته پراخ شوی او د توغندي د ويشتلو لوړوالی يې هم له ۲۷ نه ۳۲ کيلومترو ته پورته شوی دی.
(مينه)