د چين پنځم نړيوال وارداتي نندارتون اوس د دغه هېواد په شانګهای ښار کې روان دی او ګډونوالو يې په لومړيو دوو ورځو کې سلګونه تړونونه لاسليک او پر همکاريو هوکړې کړي او ۶۰ تصديو او ارګانونو د چين د راتلونکي کال يعنې شپږم نړيوال وارداتي نندارتون کې د ګډون تړونونه کړي دي.
د چين د وسلو صنعتي شرکت د سعودي، سويس او جاپان په ګډون د يو شمېر هېوادونو له ۱۵ لویو تصديو سره ۱۶ قراردادونه لاسليک کړي، چې عمومي ارزښت يې له ۳۳ ميليارډو يوانو اوښتی دی.
د چين د ماشينونو صنعتي شرکت له يو شمېر بهرنيو تصديو سره قراردادونه لاسليک کړي، چې محتوا يې د تخنيکي تجهيزاتو، د ژوند اړينو توکو او د برېښنا د سپما تخنيکونو په ګډون له بېلابېلو برخو سره تړاو لري او عمومي ارزښت يې له ۲ ميليارډو امريکايي ډالرو اوښتی دی.
د مالوماتو له مخې، د چين حکومتي تصديو د توکو اخيستلو ۹۹ ډلې جوړې کړي او په ياد نندارتون کې يې موټر، تخنيکي تجهيزات، کرنيز محصولات او استهلاکي توکي اخيستي او له يو شمېر اروپايي او امريکايي هېوادونو او د يو کمربند او يوې لارې پر غاړه پرتو هېوادونو سره يې قراردادونه لاسليک کړي دي.