په شانګهای کې د نړۍ د غوره ساينسپوهانو پنځم فورم پرانيستل شو
CMG2022/11/07 10:26:09
شريکول:

د نړۍ د غوره ساينسپوهانو پنځم فورم د نومبر په ۶مه نېټه د چين په شانګهای ښار کې « د ساينسي پرمختګ له لارې د روښانه راتلونکي جوړول » په عنوان پرانيستل شو.

د ياد فورم اداره په پام کې لري، چې د نړيوالو علمي تبادلو لپاره يو داسې ميکانيزم جوړ کړي، چې د بېلابېلو هېوادونو ساينسپوهان پکې ساينسي څېړنې وکړي او خپلمنځي ساينسي همکارۍ پياوړې او خلکو ته ګټې ورسوي.

د معلوماتو له مخې، د نړۍ د غوره ساينسپوهانو فورم د ساينس د وروستي پرمختګ او د انسانانو د ګډو ستونزو د حل مرکز ګرځېدلی او ساينسپوهان به پکې د نويو ساينسي برياليتوبونو په اړه تبادلې کوي او د همکاریو نوې موافقې او د راتلونکي لپاره به نوي پلانونه جوړوي.

ياد فورم په خپل کاري چاپېريال کې د کاربن غونډې، د نړيوالو ائتلافي لابراتورونو لړيزو فورمونو، د خوراکي توکو او دوامدار زراعتي پرمختګ فورم، د وتلي انجنيرانو فورم، د ځوانو ساينسپوهانو فورم او د ښځينه وو فورم په شمول ۲۱ فعاليتونو ته ځای ورکوی، چې د څه باندې شلو هېوادونو او سيمو ۶۰ غوره ساينسپوهان پکې انلاين او حضوري ګډون لري او ۲۷ تنه پکې د نوبېل جايزې خاوندان دي.