« انټرنېټي فضا کې د ګډ برخلیک ټولنې ګډه جوړونه» سپين کتاب خپور شو
CMG2022/11/07 11:01:28
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د نومبر په ۷مه نېټه « انټرنېټي فضا کې د ګډ برخلیک ټولنې ګډه جوړونه » سپين کتاب خپور کړی دی. 

ياد مطبوعاتي دفتر په دغه سپين کتاب کې په نوې زمانه کې د چين د انټرنېټي چارو د پرمختګ او ادارې افکار او کړنې معرفي کړي، د انټرنېټي فضا د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په برخه کې يې د چين برياليتوبونه شريک کړي او د انټرنېټي فضا په اړه يې د نړيوالو همکاريو هيله څرګنده کړې ده.

په دغه سپين کتاب کې ويل شوي، چې چين په نړۍ کې د انټرنېټي فضا دوامدارې همکارۍ ژوروي،  د ډيجټلي اقتصاد همکارۍ پراخوي، د انټرنېټي فضا امنيت خوندي ساتي، د انټرنېټ د نړيوالې ادارې په اصلاحاتو او جوړونو کې فعال ګډون کوي،‌ د انټرنېټ ټولشموله پرمختګ پياوړی او له نړيوالې ټولنې سره د انټرنېټي فضا د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې لپاره هڅې کوي.