اټکل کېږي په نړۍ کې د برېښنايي اړتياوو د زياتوالي سرعت په ټيټېدو وي
CMG2022/11/07 15:14:20
شريکول:

د چين ټولنيزو علومو اکاډمۍ پوهنتون د انرژۍ امنيت نړيوال څېړنيز مرکز او د ټولنيزو علومو مطبعې په ګډه سره د نومبر په ۶مه نېټه (( د نړيوالې انرژۍ آبي کتاب: د ۲۰۲۲م کال د انرژۍ د نړيوال پرمختګ راپور)) خپور کړی دی.

راپور وايي، چې په ۲۰۲۳م او ۲۰۲۴م کالونو کې به په نړۍ کې د برېښنايي اړتياوو د زياتوالي سرعت ټیټ کړي او بياکارېدونکې انرژۍ به د برېښنايي عرضې د زياتولو لویه سرچېنه وګرځي او په ۲۰۲۴م کال کې به د بيا کارېدونکې انرژۍ په وسيله د برېښنا توليدونکې اندازه د نړۍ د برېښنايي عرضې د عمومي اندازې څه باندې ۳۲ سلنه ونيسي.

دغه آبي کتاب وايي چې په ۲۰۲۳م او ۲۰۲۴م کالونو کې به د نړۍ برېښنايي اړتياوې په جلا جلا توګه ۲.۶ سلنه او ۲ سلنه زياتوالی ومومي.

(مينه)