په تانزانيا کې د يوې الوتکې د غورځېدو له امله ۱۹ تنه مړه شوي
CMG2022/11/07 14:29:41
شريکول:

د تانزانيا صدراعظم قاسيم ماجاليوا د نومبر په ۶مه نېټه ويلي، چې په همدې ورځ د دې هېواد د شمال لوېديځ کاګيرا ولايت په ويکټوريا نيانزه جهيل کې د يوې الوتکې د لوېدو له امله ۱۹ تنه مړه شوي دي.

د کاګيرا ولايت پوليسو ويلي، چې ياده الوتکه له پلازمېنې دارالسلام څخه د کاګيرا ولايت بوکوبا هوايي ډګر ته پر لار وه، چې د خرابې هوا له امله غورځېدلې ده.

د تانزانيا پرېسيشن هوايي شرکت ويلي، چې په دغې الوتکې کې د الوتکې د څلورو کارکوونکو په شمول ۳۹ کسان سپاره وو او زياته کړې يې ده، چې تخنيکي ډله يې د دې هېواد د هوايي چلند ادارې له کارکوونکو سره يو ځای د پېښې ځای ته رسیدلې ده.