نړیوال پولي صندوق: د منځني ختيځ او منځنۍ اسيا هېوادونه بايد د اقليمي پاليسي په خپلو اقتصادي ستراتيژيو کې شامله کړي
CMG2022/11/07 14:30:40
شريکول:

نړیوال پولي صندوق د نومبر په ۶مه نېټه په یوې ليکنې کې ويلي، د منځني ختيځ او منځنۍ اسیا ۳۲ هېوادونو ژمنه کړې، چې د پاريس تړون د پلي کولو لپاره به د شنو خونو ګازو ايستنه کموي او د خپلې ژمنې د پوره کولو لپاره به اقليمي پاليسي په خپلو اقتصادي ستراتيژيو کې کې شامله کړي.

نړيوال پولي صندوق وړاندوينه کړې، که د منځني ختيځ او منځنۍ اسيا هېوادونه خپلې ژمنې پلې کړي، نو تر ۲۰۳۰م کال پورې به د شنو خونو ګازو د ايستنې اندازه د اوس په پرتله ۱۳ سلنې څخه تر ۲۱ سلنې کمه شي او په راتلونکو ۸ کلونو کې به د بېلابېلو سيمو د هر کس پر سر د يادو ګازو د ايستنې اندازه ۷ سلنې ته ښکته شي.

ياد صندوق ويلي، چې د نړۍ ډېر کم شمېر هېوادونه د اقتصاد د زياتوالي په ورته وخت کې د شنو خونو ګازو د کمولو موخه پوره کړې ده.