په مصر کې د م.م د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليک کوونکو ۲۷مه غونډه پرانېستل شوه
CMG2022/11/07 11:00:22
شريکول:

د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليک کوونکو ۲۷مه غونډه (COP27)د نومبر په ۶مه نېټه د مصر په شرم الشيخ کې پرانيستل شوه. 

د غونډې ګډونوالو هيله ښودلې، چې د نړۍ د ټولو هېوادونو حکومتونه، تصدۍ او خلک په ګډو هڅو د اقليمي بدلون ژمنې پلې کړي، د تودوخې درجې د ټيټېدو لپاره لاس په کار شي،‌ د اقليمي بدلون د ښه کولو په پار زياتې پانګونې وکړي،‌ زرغون پرمختګ پياوړی او د اقليمي بدلون پر ضد مقابله وکړي.

د معلوماتو له مخې، ياده غونډه به د تېرې غونډې د پاپلې پر بنسټ د اقليم بېړني حالت پر وړاندې عملیات غوره کړي، د بېلګې په توګه د شنو خونو ګازو د ايستنې کمول، د اقليمي بدلون له اغېزو سره مقابله، د پرمختيايي هېوادونو اړوندو عملياتو ته د پانګو برابرول او د مختلفو هېوادونو د يووالي پرمخبيول څو د پاريس تړون د اړوندو موخو پوره کول پرمخ بيول شي.