د چين د کرنيزې جنترۍ لي دونګ ورځ
CMG2022/11/07 16:14:27
شريکول:

د نومبر اوومه نېټه د چين د کرنيزې جنترۍ لي دونګ ورځې سره برابره ده او دا ورځ په چين کې د مني د پای ته رسېدو او د ژمي د پيل نښه بلل کېږي.

هوا له لي دونګ ورځې وروسته په سړېدو شي او وروسته بیا په ګرمسیرو سيمو کې بارانونه او يخو سیمو کې واورې اوري.

د چين په بېلا بېلو ځايونو کې د ژمي په پيلېدو زړه راښکونکې منظرې تر سترګو کېږي او تاسې يې په دغو انځورونو کې ليدلی شئ.

د چين په شمال ختيځ کې د کنګل او واورو ښکلې منظرې راښکاره شوي او ځايي خلک يې د لي دونګ په ورځ د جياو ځه په نوم خوړه خوري.

په چين کې خلک له سلګونو کلونو راهیسې جياو ځه خوري، ځکه دا ګرم خوراک دی او د انسان بدن ګرم او تود ساتي.

چينايان په جياو ځه کې څو ډوله سبزي او غوښه کاروي او د نېکمرغۍ او خوشحالۍ دعاګانې کوي.