شي جين پينګ او راجويلينا د چين او ماداګاسکار د سياسي اړيکو د جوړېدو د ۵۰ مې کليزې په پار د مبارکۍ پيغامونه تبادله کړي
CMG2022/11/07 16:06:14
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ماداګاسکار ولسمشر راجويلينا د نومبر په شپږمه نېټه يو بل ته د دواړو هېوادونو د سیاسي اړيکو د ټينګېدو د ۵۰ مې کليزې په پار د مبارکۍ پیغامونه ليږلي دي. 

شي جين پينګ په خپل پیغام کې ویلي، که نړيوال وضعيت هر څنګه بدل شوی، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو تل سالم او ثابت پرمختګ کړی دی.

نوموړي ويلي، چې دواړو هېوادونو پدې وروستیو کلونو کې هراړخيزې همکاريزې اړیکې ټينګې کړي، سياسي متقابل اعتماد يې ورځ تر بلې پياوړی کيږي او په بېلابېلو برخو کې د همکاريو ډېرې لاسته راوړنې لري.

شي جين پينګ زياته کړې، چې چين به له ماداګاسکار سره د دوستانه همکاريو د سويې د لوړولو لپاره ګډې هڅې وکړي او دواړو هېوادونو او خلکو ته به زیاتې ګټې ورسوي.

رجويلينا په خپل پيغام کې ويلي، چې د چين او ماداګاسکار ترمنځ دوستانه همکاريو له نيمې پېړۍ راهيسې مثبت پرمختګ کړی او هېواد به یې له چين سره د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره هڅې وکړي.