لي که چيانګ د کمبوډيا په خبري رسنيو کې مقاله خپره کړې
CMG2022/11/07 16:38:06
شريکول:

د چين صدراعظم لي که چيانګ د نومبر په اوومه نېټه د ختيځې اسيا د همکاريو ټولنې د مشرانو په يو لړ غونډو کې د ګډون او له  کمبوډيا څخه له ليدنې نه مخې د دې هېواد په څو خبري رسنيو کې د دوستۍ د لا ټينګېدو او د همکاريو د لا پياوړتيا په نوم مقاله خپره کړې ده.

نوموړي په دغې مقالې کې ليکلي، چې چين به د کمبوډيا په شمول د سيمې له هېوادونو سره يو ځای د خپلمنځي دوستۍ د لا ټينګېدو او د ختيځې اسيا د همکاريو د لا پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.

لي که چيانګ په مقالې کې ليکلي، چې چين به د نړۍ د لوی پرمختيايي هېواد په توګه پر خپل کار تمرکز ولري او د چينايانو د نيکمرغه ژوند لپاره به هڅې وکړي او د ورخلاصون دروازه  به لا پرانېستې او د بازاري، قانوني او نړيوال کېدو لپاره به مناسبه سوداګريزه فضا برابره کړي، تر څو چين د ورخلاصون او پانګونې تود ډګر وګرځي او له نړيوالو سره ګډ پرمختيایي فرصتونه شريک کړي.