د چين د صنعتي انټرنټ چارو څېړنيزې اکاډمۍ د نومبر په ۶مه نېټه (( د چين د صنعتي انټرنټ چارو اقتصادي پرمختګ )) سپين کتاب خپور کړی، چې له مخې يې په ۲۰۲۲م کال کې د دغه هېواد د صنعتي انټرنټ چارو د زياتوالي اندازه ۴۴۵۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې او د کورني توليد په عمومي ارزښت کې يې ۳.۶۴ سلنه ځای نيولی دی.
د چين د صنعتي انټرنټ چارې اوسمهال د ملي اقتصاد ۴۵ ډولو چارو پورې تړاو لري.
په ۲۰۲۱کال کې د چين د صنعتي انټرنټ چارو د زياتوالی اندازه ۲۹۳۰ ميليارډو يوانه وه او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۲م کال کې به دغه اندازه ۳۱۶۰ ميليارډو يوانو ته پورته شي.
(مينه)