د ايران د استخباراتو وزارت د نومبر په ۷مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د دې هېواد د جنوب فارس ولايت په شيراز ښار کې د ترهګريز بريد په تړاو يې ۲۶ کسان توقيف کړي دي.
په اعلاميې کې په يادو توقيف شويو کسانو کې د اذربايجان، تاجکستان او افغانستان اتباع هم ياد شوي دي.
اعلاميه وايي، چې يو اذربايجانی د خپل هېواد له پلازمېنې باکو څخه ايران ته رسېدلی او د ياد ترهګريز بريد د همغږۍ چارې يې تر سره کړې دي.
اعلاميې کې يو تاجکستانی بريدګر ياد شوی او افغان ورته د بريد لوازم برابر کړي دي.
د اکتوبر په ۲۶مه نېټه، يوه بريدګر د شيراز ښار د شيعه ګانو په يوه مذهبي ځای کې پر خلکو برید وکړ، چې له امله يې څه باندې لس تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.