وانګ يي له کروسي کسابا سره انلاين لېدنه وکړه
CMG2022/11/08 10:46:57
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د نومبر په ۷مه نېټه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ رئيس کروسي کسابا سره انلاين لېدنه کړې او په يو لړ موضوعاتو ورسره غږیدلی دی.

وانګ يي ويلي، چې چين تل د ملګرو ملتونو چارې ستایلي او په بېلا بېلو برخو کې يې د مهمو چارو د ترسره کولو په پار له دغه سازمان څخه ټينګ ملاتړ کړی دی. نوموړي ويلي، چې هېواد به یې د اقليمي بدلون ضد نړيوالې مبارزې کې پر له پسې ګډون وکړي او د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاټي تړون د لاسليک کوونکو ۲۷مې غونډې د برياليتوب لپاره به فعال خدمتونه وکړي.

وانګ يې زياته کړې، چين غواړي د نړيوال پرمختګ وړانديز د پلې کولو له لارې د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره د اوبو په برخه کې همکارۍ وکړي.

کروسي کسابا د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د برياليتوب په پار وانګ يي ته مبارکي ويلې او هيله يې ښودلې، چې له چين سره په ګډې همکارۍ د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون چوکاتي تړون د لاسليک کوونکو د ۲۷مې غونډې اغېزناکو او مهمو چارو ته وده ورکړي او د اوبو د کارولو او کنټرول په برخه کې له زيانمنو هېوادونو سره مرسته وکړي.

(مينه)