د چین شکله عصري کېدل د نړۍ همکارۍ او ګډې ګټې هڅوي
CMG2022/11/08 10:44:20
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د شلم ملي کانګریس په راپور کې یاد شوې د چین شکله عصري کېدل په دې وروستیو کې د نړیوالې ټولنې ډېره توجه راجلب کړې.

 ځينو لوېديځو هېوادونو ښايي تل فکر کړی وي چې عصري کېدل د دوی ځانګړی ملکیت دی. د امریکې د بهرنیو چارو پخواني وزیرایچسن د چین ولسي جمهوریت تر جوړېدو مخکې ویلي، چې د چینایانو د خوړو ستونزه د چین د هرې دورې حکومت پر وړاندې سخته مسئله ده، خو تر اوسه دغه مسئله نه ده حل شوې. هغه پر نوي چین د باور نه لرلو معنا څرګنده کړه.

نوي چین د لویديځو هېوادونو له تعصب سره سره پر خپلې لارې ټينګار کړی چېنه یوازې د چینایانو د ژوند مسئله يې حل کړې، بلکې ډېر پياوړی شوی دی. په چین کې د سختې بېوزلۍ د له منځه وړلو کارونو کې ستر بریالیتوب تر لاسه شوی، په کلیوالو سیمو کې ۹۸ میلیونه او ۹۹۰ زره کسان ټول له بېوزلۍ څخه ایستل شوي دي. په عین وخت کې چین د اقتصادي پرمختګ په برخه کې د حیران تیا وړ لاسته راوړنې موندلې، د کورنیو تولیداتو عمومی ارزښت يې په ۲۰۰۲م کال کې ۱۲ زره او ۱۷۰ میلیارډه یوانه و او په ۲۰۲۱م کال کې دغه شمېر ۱۱۴ زره میلیارډو یوانو ته زیات شوی او په ګردې نړۍ کې يې دوهم مقام خپل کړی. په عین وخت کې د چین ټولنې دایمي ثبات موندلی او د چینایانو ژوند په هراړخیزه توګه ډېر ښه شوی دی.

د چین کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس په راپور کې د چین شکله عصري کېدو ځانګړتیاوې یادې شوي او په دې کې یو ټکی دا دی چې دغه عصري کېدل په سوله ييز پرمختګ پورې اړه لري، د لوړې سويې ورخلاصون په پرمخ بيولو هم ټينګار شوی دی.

د چین نړیوال وارداتي نندارتون د چین لخوا له نړۍ سره د خپل پرمختګ فرصت د شریک په اړه یوه ښه نمونه ده. دغه نندارتون په نړۍ کې د وارداتو په عنوان لومړی د دولت په کچه نندارتون دی او د نړیوالې سوداګرۍ په تاریخ کې یو لوی نوښت بلل کېږي.

د سږ کال د نومبر په ۴مه نېټه د چین ۵م نړیوال وارداتي نندارتون پرانیستل شو او ۱۴۵ هېوادونه، سیمې او نړیوال سازمانونه يې راجلب کړي دي. د نړۍ له ۵۰۰ مخکښو تصدیو څخه ۲۸۴ پکې برخه لري.

د ترکیې د بهرنېو اقتصادي اړیکو کمېټې د ترکیې او اسیا او اراسم سمندر شورا رئیس مورات کولبسي وویل، د دغه نندارتون له لومړۍ دورې راهیسې سلګونو ترکي تصديو په دې کې ګډون کړی او چین ته يې د څه باندې ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي او خدمتونه صادر کړي دي.

د جرمني د کارچر  په نوم د پانګونې شرکت د چین په لومړي دغه نندارتون کې تر ګډون وروسته د خپل شرکت مقر په چین کې جوړ کړی او په تېرو ۴ کلونو کې يې چین کې څه د پاسه ۲ میلیارډه یوانه پانګه اچولې. د دې شرکت مرستیال عمومي مینجیر وویل، د چین د نړیوال وارداتي نندارتون له لارې مو د چین ستر بازار او ښه سوداګریز چاپېریال پیدا کړی. اوس چین نه یوازې زموږ تر ټولو لوی بازار دی، بلکې په ګردې نړۍ کې زموږ تر ټولو لوی څېړنیز مرکز او تولیدي اډه دلته جوړه شوې ده.

د مالوماتو له مخې، د چین په تېرو ۴ دورو نړیوالو وارداتي نندارتونونو کې د ۲۷۰ میلیارډو ډالرو په ارزښت سوداګریز سندونه لاسلیک شول او څه دپاسه ۱۵۰۰ نوی تولیدات، نوې تکنالوژۍ او نوی خدمتونه په نندارتونونو کې پر لومړي ځل نندارچیانو ته ښودل شوي. د چین نړیوال وارداتي نندارتون پرانیستل کېدو د نړیوال اقتصاد د جوړونې لپاره ستر حیاتي ځواک برابر کړی دی.

اوس د نړۍ پر وړاندې ډېرې ستونزې او ننګونې موجودې دي. د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د سږني نندارتون د پرانيستنې په مراسمو کې وویل، موږ باید د پرانیستې او ورخلاصون په وسیله اوسنۍ ستونزې لرې کړو، خپلمنځي همکارۍ دې پياوړې کړو او ګډې ګټې دې تر لاسه کړو.

 افغان سوداګر علي فایز چې څو ځلې يې د چین په دغه نندارتون کې ګډون کړی،  ویلي، چې په چین کې يې د ګډو ګټو نظریې پر اساس يې ډېره زیاته پوهه او درک پيدا کړی دی.

د رئیس شي جين پينګ له څرګندويې څخه د چینایانو باور او زړورتوب ښکاري، بلکې د چین شکله عصري کېدو نظریې کې د ګډو ګټو پر بنسټ له نړۍ سره د همکارۍ ادعا پکې ثابته شوې ده.