د ۲۰۲۲م کال د انټرنېټ رڼا نندارتون د نومبر په ۸ مه نېټه د چين د جه جيانګ ولایت په وو جن ښار کې پرانيستل شو.
دغه نندارتون د انټرنېټ نړيوال کنفرانس او د جه جيانګ ولایتي حکومت لخوا په ګډه جوړ شوی او د انټرنېټ نړیوال کنفرانس يو له مهمو فعاليتونو څخه دی.
د انټرنېټ رڼا سږنی نندارتون د ډيجټلي چارو پر پرمختګ او د انټرنېټي فضا پر ادارې تمرکز لري او د نړۍ د ۴۰ هېوادونو او سيمو ۴۱۵ چيني او بهرنيو تصديو او ارګانونو پکې ګډون کړی، چې ۷۴ تصدۍ او ارګانونه به پکې خپل نوي تخنيکونه، نوي توليدات او د تيوريو د څېړلو لاسته راوړنې وښيي.