ډېرو نړيوالو تصديو د چين په پنځم وارداتي نړيوال نندارتون کې داسې توليدات نندارې وړاندې کړي، چې چيني ځانګړتياوې ترې ښکاري.
د اتريش د سوارويسکي شرکت دا درېيم ځل دی، چې د چين په وارداتي نړيوال نندارتون کې يې ګډون کړی او د چين ځانګړتيا لرونکي توليدات يې پکې نندارې ته وړاندې کړي دي.
سوارويسکي شرکت د کريسټل ډبرو د توليد چارې ترسره کوي او له ۲۰۱۹م کال راهيسې یې په چين کې پراخ بازار موندلی دی.
ياد شرکت د ۲۰۲۱م کال په پای کې په شانګهای ښار کې د اسيا تر ټولو لوی دکان پرانېست او دا چاره يې د چين پر بازار د ټينګ هوډ څرګندويي کوي.
د ډنمارک ليګو شرکت د چين د نړيوال وارداتي نندارتون په تېرو ۵ دورو کې ګډون کړی او پکې یې د چين نوي کلتوري توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي.
د جرمني اډيډاز شرکت د چين په پنځم وارداتي نندارتون کې داسې سپورټي بوټونه نندارې ته وړاندې کړي، چې د چيني جنترۍ د دولسو مياشتو د ژويو نښې يې ورباندې ډيزاين کړي دي.
اډيډاز شرکت خپل دغه توليدات د چين د عنعنوي دود په ځانګړتيا ډيزاين کړي دي.
د امريکا کوچ شرکت د چين په وارداتي نړيوال نندارتون کې دا ځل د چين د سپينې سويې عنعنوي خوړو له شرکت سره په ګډې همکارۍ جامې، لاسي کڅوړې، بوټان او نور توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي.