چين د اوو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو پر اعلاميې سخته ناخوښي وښوده
CMG2022/11/08 10:35:39
شريکول:

د اوو هېوادونو ډلې د بهرنيو چارو وزيرانو په دې وروستيو کې په المان کې يوه غونډه ترسره کړې او په ترڅ کې يې يوه ګډه اعلاميه خپره کړې ده.

اعلاميه وايي، چې د يادې ډلې غړي هېوادونه په هغو برخو کې له چين سره رغنده همکاريو ته چمتو دي، چې د دوی له ګټو سره سمون ولري. په اعلاميې کې د چين د ځينو کورنيو چارو موضوعات هم ياد شوي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په اوومه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناسته کې ويلي، چې د اوو هېوادونو ډلې په يادې اعلاميې کې د چين پر جدي دريځ او واقعيتونو سترګې پټې کړي، د چين په کورنيو چارو کې يې څرګنده لاسوهنه کړې او په بد او شوم نيت يې پر دغه هېواد بې ځايه تورونه لګولي دي.

چين د دغې اعلاميې په اړه سخته ناخوښي څرګنده کړې او د اوو هېوادونو ډلې له دغې ناوړې کړنې سره يې ټينګ مخالفت ښودلی دی.

جاو لي جيان زياته کړې، چې چين د ملګرو ملتونو د منشور د عملي کولو په برخه کې ښه بېلګه جوړه کړې او د رښتيني څواړخيزم د عملي کولو لپاره يې ګامونه پورته کړي دي.

نوموړي ويلي، چين د نړيوالو ننګونو ضد د نړيوالې ټولنې د ګډې مبارزې په هڅولو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په ابادۍ بوخت دی او د اوو هېوادونو له ډلې څخه يې غوښتي، چې د سړې جګړې مکفوره او ايډيالوژيک تبعيض دې پرېږدي، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې دې له لاسوهنې، د درواغو له جوړونې او د سيمه ييزو شخړو او ډله ييزې مبارزې له تحريک کوونکو کړنو څخه دې لاس واخلي او د نړيوالو همکاريو لپاره دې ښې زمينې برابرې کړي.