په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۲۹۳۷۰۸۸۹ ته رسېدلی
CMG2022/11/08 10:30:21
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۷مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۷مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۶ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۶۷ زره او ۹۳۹ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۲۹ ميليونه، ۳۷۰ زره او ۸۸۹ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۳۳۰ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶ ميليونه، ۵۷۸ زره او ۲۴۵ ته رسېدلی دی.

(مينه)