بېجينګ: ورخلاصون د چين د پنځم نړيوال وارداتي نندارتون جذابيت دی
CMG2022/11/08 15:28:32
شريکول:

د چین پنځم نړيوال وارداتي نندارتون د نومبر په ۴ مه نېټه د چين په شهانګهای ښار کې پرانيستل شو، چې د همدې مياشتې تر ۱۰مې نېټې پورې به دوام ولري.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د روانې مياشتې په اوومه نېټه په يوې مطبوعاتي غونډې کې ياد نندارتون د چين لومړی مهم نړيوال نندارتون وباله، چې د دغه هېواد د واکمن کمونېست ګوند له شلم ملي کانګرېس وروسته ترسره کيږي او د بېلابېلو غاړو توجه يې رجلب کړې ده.

نوموړي د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په قول وويل، چې دغه نندارتون د چين د نوي پرمختګ د جوړښت د جوړولو کړکۍ،  په لوړې سويې د ورخلاصون د پرمخبيولو ډګر او د ګډو ګټو نړيوال عامه ځای ګرځيدلی دی.

د معلوماتو له مخې، د چين د وارداتو په سږني نړیوال نندارتون کې ۱۴۵ هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو ګډون کړی، چې د پرمختللو هېوادونو ترڅنګ پرمختيايي او وروسته پاتې هېوادونه هم پکې برخه اخيستې ده.

  جاو لي جيان زیاته کړه، چې ورخلاصون د چین د وارداتو د سږني نړيوال وارداتي نندارتون جذابيت ښکاره کړی او د نړيوال اقتصادي پرمختګ د بیا سمسورتيا هيلې يې غوړولې دي.

 د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس په راپور کې ويل شوي، چې چين به د ورخلاصون پر اساسي ملي تګلارې ټينګار ولري، د ګډو ګټو پر بنسټ به د ورخلاصون ستراتېژي پلې کړي او  د ورخلاصون دروازه به نوره هم پرانيستې پرېږدي.