بريتانيا بايد د مالويناس ټاپو د حاکميت په اړه مذاکرات وکړي
CMG2022/11/08 10:42:57
شريکول:

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير جامس کليويرلي په دې وروستيو کې ويلي، چې بريتانيا او موريشس پرېکړه کړې، چې د چاګوس ارچيپيلاګو ټاپو د حاکميت په اړه به خبرې کوي او تمه يې ښودلې، چې دواړه خواوې به د راتلونکي کال په پيل کې تړون لاسليک کړي.

د بريتانيې دغه چاره د چاګوس ارچيپيلاګو ټاپو د حاکميت په اړه د دوو هېوادونو ترمنځ د شخړې د حل لپاره مهم ګام بلل کيږي.

بريتانيا د چاګوس ارچيپيلاګو ټاپو پر حاکميت مذاکرات منلي او دا حقیقت باید هېر نه کړي، چې مالويناس ټاپو يې تر ناقانوني تسلط لاندې دی، نو دغه هېواد بايد له ارجنتاين سره هم د مالويناس ټاپو د حاکميت په اړه خبرې وکړي.

بريتانيا پخوا د اروپا استعماري هېواد و، چې د مستعمراتي ځمکو مساحت يې تر ټولو زيات او په بېلا بېلو تاريخي پړاوونو کې يې د نړۍ پر نژدې ۹۰ سلنه هېوادونو تيری کړی دی.

 چاګوس ارچيپيلاګو او مالويناس ټاپوګان د بريتانيې د مستعمراتي جرمونو د ثبوت ښه ښکارندويي کوي.