د لندو ځمکو د تړون لاسليک کوونکو ۱۴م کنفرانس پرانيستل شو
CMG2022/11/08 15:45:24
شريکول:

د لندو ځمکو د تړون لاسليک کوونکو ۱۴م کنفرانس د چين په وو هان ښار او د سويس په جنيوا کې پرانيستل شو. 

 د چين د دولت رئيس شي جین پينګ د دغه کنفرانس په پرانيستونکو مراسمو کې انلاين ګډون او وينا کړې ده.

 د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د نومبر په اوومه نېټه په يوې مطبوعاتي غونډې کې وويل، چې سږکال د لندو ځمکو په تړون کې د چين د ګډون ۳۰ مه کليزه ده او د دغه تړون د لندو ځمکو په ۴۳ نړيوالو ښارونو کې د چين ۱۳ ښارونه شامل دي، چې د نړۍ تر نورو هېوادونو زيات دي.

د معلوماتو له مخې، په چين کې د لندو ځمکو مساحت ۵۶۳۵۰۰۰۰ هکتاره ښودل شوی، چې د نړۍ د لندو ځمکو په عمومي مساحت کې ٪ ۴ جوړوي؛ که څه هم دغه اندازه لوړه نه ده، خو چين يې په استفادې د نړۍ ۱/۵ نفوس اړتياوې پوره کړې دي.

 د لندو ځمکو تړون سرمنشي ممبا په خپلو خبرو کې ويلي، چې چين د لندو ځمکو په ساتلو کې پياوړی لارښوونکی توان ښودلی، حکومت يې کړې ژمنې پوره کړي، د لندو ځمکو د ساتلو لپاره يې زياتې پانګې لګولي او په واقعي کړنو يې د ايکولوژيکي سيسټم ساتلو ته پاملرنه کړې ده او د چين دا وضعيت او مسؤليت يې د خوښې وړ بللي دي..

د چین د بهرنیو چارو وزارت د وياند  جاو لي جيان په وينا په ياد کنفرانس کې د وو هان اعلاميه هم خپره شوې ده.