روسيې له اوکراين سره د مذاکراتو پرانيستې رويه ښودلې
CMG2022/11/08 10:44:01
شريکول:

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي منشي پيسکوف د نومبر په ۷مه نېټه رسنيو ته ويلي،‌ چې روسيه تر اوسه له اوکراين سره د خبرو اترو پرانيستې رويه ساتي، خو په عين وخت کې يې دا هم ويلي، چې اوکراين په تقنيني برخې کې له روسيې سره د تماس په نيولو کې خنډونه جوړ کړي، نو په داسې حال کې يې ورسره مذاکرات سخت او ناشوني بللي دي.

سپينې ماڼۍ ويلي، چې د امريکا ولسمشر جو بايډن د نومبر په ۶مه نېټه د جرمني له لومړي وزیر اولاف شولز سره ټليفوني خبرې کړي او پر دې يې هوکړه کړې، چې اوکراین ته به دوامدارې اقتصادي، امنيتي او بشري مرستې برابرې کړي.

د جرمني فيډرالي حکومت په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اولاف شولز او جوبایډن د اوکراين د انرژۍ د تجهيزاتو په شمول پر ملکي اساسي تأسيساتو د روسیې بريدونه غندلي دي.