د غزني د اندړو ولسوالۍ د مکتب سيمه پخوا د جګړې لومړۍ کرښه وه، خو اوس يې ماشومان او تنکي ځوانان په لویې لېسې کې په زده کړو بوخت دي.
د لېسې زده کوونکي او ښوونکي وايي، چې پخوا به يې د ښوونځي زنګ سره هممهاله د ډزو اوازونه هم اورېدل.
دوی اوس د ښوونځي د ټولګيو، ټغرونو او قرطاسیې له کمبود سره مخ دي.
پوره مالومات يې دلته په راپور کې اورېدلی شئ.