د اردن د يوه سوداګر کېسه
CMG2022/11/11 08:48:18
شريکول:

محمد ناصر په پوهنتون کې د زده کړو تر څنګ کار هم کاوه او له همغو ګټلو پيسو   سره د سوداګريز فرصت په لټه د چين د جه جيان ولايت يي وو ښار ته راغلی دی. 

يي وو ښار د توکو د عمده فروشۍ نړيوال مرکز بلل کيږي.

محمد ناصر په همدغه ښار کې د سوداګرۍ فرصت موندلی او هغه اوس د کوچنيو توکو له بازارونو او اغېزمنو لوجيستيکي چارو څخه په ګټې اخيستنې له يي وو څخه د نړۍ په مختلفو ځايونو کې توکي پلوري.