د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په نهمه نېټه د ۲۰۲۲م کال د انټرنېټ نړيوال کنفرانس د وو جن سرمشريزې ته د مبارکۍ پيغام ليږلی دی.
نوموړي په دغه پيغام کې ويلي، چې نړيواله ټولنه دې د ډيجيټل فرصتونو او ننګونو په مقابل کې ډيالوګ او نظر تبادلې پياوړې او عملي همکارۍ ژورې کړي او يوه لا عادلانه، معقوله، پرانيستې، ټول شموله، خوندي، باثباته او انکشافي توان لرونکې انټرنيټي شبکه دې جوړه کړي.
نوموړي زياته کړې، چين به د نړۍ له نورو هېوادونو سره په ګډه د ډيجيټلي سرچېنو د ګډې ابادۍ او شريکولو، د ډيجيټلي اقتصاد د خوځښت، د ډيجيټلي حکومتولۍ د اغېزمنېدو، د ډيجيټلي کولتور د سمسورتيا، د ډيجيټلي خونديتوب د ساتلو او د ګډو ګټو پر بنسټ د ډيجيټلي همکاريو د پياوړتیا لپاره کوښښونه وکړي.
د ۲۰۲۲م کال د انټرنيټ نړيوال کنفرانس د وو جن سرمشريزه د نومبر په نهمه نېټه د چين د جن جيانګ ولايت د تونګ شيانګ ښار په وو جن علاقه دارۍ کې پرانيستل شوې ده.
(ژباړه: شکريه)