د ملګرو ملتونو د اقلیمی بدلون ضد د مقابلې غونډه اوس د مصر په شرم الشيخ کې روانه ده.
په دغې غونډې کې د چیني پلاوي مشر او د چین د ایکولوژيکي چاپېریال مرستیال وزیر جاو ینګ مین د نومبر په ۸مه نېټه د نړیوال بانک لخوا خپور شوي د چین د اقلیم او پرمختګ راپور په یوې فرعي ناستې کې ګډون کړی او ويلي يې دي، چې د چین حکومت له اقلیمي بدلون سره د مقابلې کارونو ته په درنه سترګه ګوري او د نړيوالې اقليمي ادارې د هڅولو لپاره به له نړیوالې ټولنې سره همکارۍ وکړي.
جاو ینګ مین اقلیمي بدلون د انسانانو پر وړاندې ګډ چېلنج او سخته ننګونه بللې او ويلي يې دي، چې چین د کاربن دوه اکسايدو خنثی او اوج ته د کاربن دوه اکسايدو ایستلو اندازې د رسېدو موخې د عملي کولو لپاره اړوند کاري ارګانونه جوړ کړي او د انرژۍ، صنعت، ترافیک په شمول ځينو مهمو برخو کې يې کاري لایحې ټاکلې دي.
(هیله)