امريکا او روسيه د اټومي وسلو د څار د بيا پيل غونډه کوي
CMG2022/11/09 15:11:52
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس د نومبر په ۸مه نېته په يوې خبري ناستې کې منلې، چې امريکا او روسه به د ستراتيژيکو وسلو د کمولو د نوي تړون(New START) له مخې د اټومي وسلو د څار د بيا پيل په اړه د دواړو هېوادونو د مشورتي کمېټې غونډه تر سره کړي.

نوموړي ويلي، واشنګټن موافقه کړې، چې د امريکا او روسيې مشورتي کمېټه به له ياد تړون سره سم په نږدې راتلونکې کې غونډه جوړه کړي، خو د دغې کمېټې اړوند کارونه به پټ وساتل شي.

(مينه)