ولې مخ په زیاتېدونکي نوي محصولات د چین په نړيوال نندارتون کې وړاندې شوي؟
CMG2022/11/09 15:06:48
شريکول:

‎د چین په پنځم نړیوال وارداتي نندارتون کې، زیات شمېر نوي محصولات نندارې ته وړاندې شوي چې نندارچیانو ته نوې تجربې راوړي او د مختلفو هېوادونو شرکتونو ته يې د نوښتي فرصتونو د شریکولو یو ډګر جوړ کړی.

له تېرو ۵ کلونو راهيسې د چین نړیوال وارداتي نندارتون مخ په زياتېدونکي مینه وال لري او نوښتگري يې بې شمېره کسان جلبوي. د شمېرو له مخې، له ۱۵۰۰ډېر نوي محصولات، ټکنالوژي او خدمتونه د دغه نړيوال نندارتون په تېرو څلورو دورو کې خپاره شوي دي. د روان کال د چین نړیوال نندارتون په ترڅ کې به له ۱۷۰ څخه ډېر د نويو محصولاتو د خپرولو لپاره ۹۴ فعالیتونه ترسره شي. د تېرې دورې په پرتله، په روان نندارتون کې د نويو محصولاتو شمېر نژدې ۴۰ سلنه زیات شوی.

‎     ولې مخ په زياتېدونکي نوي محصولات د چین په نړيوال نندارتون کې وړاندې شوي؟  د امريکا او چين د سوداګرۍ د ملي شورا مشر کريګ الن وويل، د چين او امريکا سوداګريزې اړيکې ډېرې ژورې او نژدې دي او زيات شمېر امريکايي شرکتونه پر چيني بازار خورا خوشبين دي. دا یو له مهمو دلیلونو څخه دی.

‎     د چين نفوس ۱،۴ ميليارډ او څه دپاسه ۴۰۰ میليونه منځني عايد لرونکي وګري لري. چين ژمنه وکړه چې د سږ کال د چین نړیوال نندارتون له لارې ټول هېوادونه د چين د بازار فرصتونه شريک کړي او زيات شمېر بهرني شرکتونه له دې څخه ګټې پورته کوي.

‎     په حقيقت کې د چین نړیوال وارداتي نندارتون پخپله يو ډول نوښت دی چې د چين د نوښت پرمختيايي تګلارې د برياليتوب شاهد دی. د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، د چین د نوښت نړیوال شاخص په ۲۰۱۲م کال کې له ۳۴م ځای څخه د ۲۰۲۲م کال ۱۱م مقام ته لوړ شوی دی. تر شا يې د چين د سوداګرۍ د چاپېريال پرله پسې ښه والی او پرله پسې باکيفيته پرمختګ دی. د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس په راپور کې دې ته اشاره شوي چې موږ بايد د چين د عصري کېدو په ابادۍ کې د نوښت پر اصلي دريځ ټینگار وکړو. دا به د هر ډول نوښتي تصدیو لپاره شرایط چمتو کړي. د هني ويل شرکت د پر له پسې پنځو کلونو لپاره د چین نړیوال وارداتي نندارتون کې ګډون کړی، د دې شرکت مسؤل وويل چې د دوامدار پرمختګ په برخه کې به د پرمختللو ټکنالوژيو نندارې ته دوام ورکړي او له لا زیاتو چيني همکارانو سره به همکاري وکړي.

‎     تر ټولو مهم دا دی چې د چین نړیوال وارداتي نندارتون د چین لپاره بهر ته د لوړې کچې ور پرانیستې یوه کړکۍ ده. د ۲۰۲۲م کال د نومبر په ۵مه نېټه د نړۍ د خلاصون راپور خپور شو چې له مخې يې د چين د خلاصون شاخص د ۲۰۱۲م کال له ۴۷م مقام نه د ۲۰۲۰م کال ۳۹م ته لوړ شوی چې د اقتصادي چارو نړيوال کېدو د هڅولو په برخه کې يو مهم ځواک ګرځېدلی دی. چين ژمنه وکړه چې له ټولو هېوادونو سره د خپل ورخلاصون فرصتونه شريک کړي. دا بهرنيو شرکتونو ته ډاډ ورکړی دی. د Qualcomm شرکت د چیني زون مشر منګ پو چې په پرله پسې پينځو کلونو کې يې په چین نړیوال وارداتي نندارتون کې ګډون کړی، وويل چې که بهرنۍ نړۍ ته د چين د پرانيستې تګلارې بدل نه وي، بهرني شرکتونه به په چين کې د پرمختګ ښه فرصتونه ولري.

‎ د نومبر په ۶مه نېټه د HSBC بانک د سروې له مخې، له ۸۰ سلنې څخه ډېر مرکه شوي بهرني شرکتونه تمه لري چې په راتلونکي یو کال کې په چین کې د دوی سوداګرۍ وده وکړي او د ۷۵ سلنې شرکتونه پلان لري چې په راتلونکو ۲۴ میاشتو کې په چین کې د اکمالاتو لړۍ پراخه کړي.