د چین تصديو په افریقا کې د څه باندې لس زرو کیلومترو په اوږدوالي اوسپنیزې لارې جوړې کړي
CMG2022/11/09 11:24:43
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جیان د نومبر په ۸مه نېټه په یوې خبري ناستې کې وویل، چيني تصديو له دوه زرم کال یعنې د چین او افریقا همکاریز فورم له جوړېدو راهيسې، په افریقا کې د څه باندې لس زرو کیلومترو په اوږدوالي اوسپنیزې لارې، نږدې سل کیلومتره سړکونه، زر پلونه، سل بندرونه او ګڼ شمېر روغتونونه او ښوونځي جوړ کړي دي. 

په تانزانیا کې د شنوامي په نوم لوی پل، چې د چیني شرکت لخوا جوړ شوی، څو ورځې مخکې ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی. جاو لي جیان وویل، چې دغه لوی پل د تانزانیا د یوې مهمې ملي ستراتيژيکې پروژې په توګه، د دغه هېواد د بېلا بېلو سیمو د ګډ پرمختګ او د اقتصادي پرمختګ د هڅولو لپاره ستر اهمیت لري.

 (هیله)