د چين د منګ تيان فضايي لابراتوار څو ورځې وړاندې د فضا ټاکلي مدار ته رسیدلی، د دې هېواد د فضايي سټېشن له تيان هه مرکزي برخې او ون تيان فضايي لابراتوار سره وصل شوی او ګډ وجود يې د انګلیسي توري د ټي (T) په بڼې د یاد فضايي سټېشن چوکاټ جوړ کړی دی.
چيني ستورمزلو د چين په فضايي سټېشن کې څو ځلې ساینسي فعاليتونه تر سره کړي او د ساينس او ټېکنالوژۍ زياتې ازمويښتي څيړنې او ازموينې يې کړې دي او يو لړ لاسته راوړنې هم لري.
چيني ستورمزلو په ياد فضايي سټېشن کې په ځانګړې مايع کې د شولو د کر او روزنې ازموينه ترسره کړې، شولې پکې زرغونې شوي او د وریجو وږي یې هم نيولي دي.
چين په لومړي ځل په فضايي سټېشن کې د شولو کرلو او ودې بهیر بشپړ کړی او نړيوال ريکارډ يې جوړ کړی دی.