په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۶۲۹۹۷۸۲۸۹ ته رسېدلی
CMG2022/11/09 10:27:56
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د نومبر په ۸مه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د ۸مې نېټې د مازديګر تر ۴ بجو او ۱۲ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۱۶۰ زره او ۹۸۵ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۶۲۹ ميليونه، ۹۷۸ زره او ۲۸۹ ته رسېدلی دی.

د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۴۷۰ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶ ميليونه، ۵۸۲ زره او ۲۳ ته رسېدلی دی.

(مينه)