څیړنيز راپور: جرمني د انرژۍ بحران له امله نژدې ۱۱۰ ميليارډه يورو تاوان کړی
CMG2022/11/09 11:28:24
شريکول:

د جرمني د ايور اقتصاد څېړنيز انسټيټوت د نومبر په اتمې نېټې د يوې څېړنې تازه پایله خپره کړې، چې له مخې يې دغه هېواد د انرژۍ د روان بحران له امله څه د پاسه ۱۱۰ ميليارډه يورو زيان کړی دی.

د ياد انسټيټوت څېړنه ښيي، چې جرمني د انرژۍ د لوړې بيې له امله په ۲۰۲۱م کال کې ۳۵ ميليارډه يورو او په ۲۰۲۲م کال کې يې ۶۴ ميليارډه يورو له لاسه ورکړي دي.

راپور زياتوي، ډېر احتمال شته، چې جرمني په ۲۰۲۳م کال کې د انرژۍ کړکېچ له امله لږ تر لږه ۹ ميليار‌ډه يورو زيان وګالي.

په ياد راپور کې د جرمني دا زيانونه د شلمې پېړۍ د ۷مې لسيزې په پای کې د تېلو له دویم نړيوال بحران راهيسې ترټولو لوړ بلل شوي دي.

د ايور اقتصاد څېړنيز انسټيټوت په ياد څېړنیز راپور کې دا هم ويل شوي، چې د جرمني شرکتونو د صادراتي توليداتو د بیو د زياتېدو اندازه د وارداتي توکو په پرتله خورا ټیټه ده، نو د دې هېواد مصرف کوونکي به د انرژۍ د لوړو بیو زيات فشارونه واخلي.

(ژباړه: شکريه)