شي جين پينګ د پوځي کميسون د ګډو عملياتو د قوماندې له مرکز څخه ليدنه وکړه
CMG2022/11/09 11:25:58
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس، د مرکزي پوځي کمېټې رئيس او د دې کمېټې د ګډو عملياتو د قوماندې مرکز لوی قوماندان شي جين پينګ د نومبر په ۸مه نېټه د پوځي کميسون د ګډو عملياتو د قوماندې له مرکز څخه لېدنه کړې ده.

نوموړي په دې ليدنې کې سرتېرو ته د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرېس د روحيې د پلي کولو او د پوځي روزنې او چمتووالي د پياوړتيا په پار د نوې دورې مرکزي پوځي کميټې ټينګ هوډ او رويه څرګنده کړې ده

نوموړي پر دې ټینګار کړی، چې ټول سرتيري باید پر خپلې دندې تمرکز ولري، ټول کارونه يې باید په جګړو متمرکز وي، د ګټلو وړتیاوې باید لوړې کړي او په نوې زمانې کې باید د ځواکونو ماموریت او دندې په موثره توګه سرته ورسوي.

(ژباړه: شکريه)