د هونګ چياو نړيوال اقتصادي فورم پای ته ورسيد
CMG2022/11/09 09:34:21
شريکول:

د هونګ چياو نړيوال اقتصادي فورم وروستۍ دوه فرعي ناستې د نومبر په ۷ مه نېټه پای ته ورسیدې او پدې سره ياد فورم هم پای ته ورسېد. 

د هونګ چياو نړيوال اقتصادي فورم د چين د نړيوال وارداتي نندارتون يوه مهمه برخه ده او د سږني فورم موضوع يې د نړۍ پر ورخلاصون ورټوله وه.

د هونګ چياو نړيوال اقتصادي فورم نړۍ ته د چين د ورخلاصون وړانديز او اوازونه خپاره کړي دي.

د دغه فورم په ترڅ کې د رسيپ (RCEP) او د لوړې سويې ورخلاصون په عنوان د يوه لوړپوړي فورم په ګډون ۲۴ غونډې ترسره شوي او د بېلابېلو هېوادونو د سياستوالو او کارپوهانو ترمنځ د نظريو د تبادلې لپاره يې ښه زمينه برابره کړې وه.