په تېر اکتوبر کې د چینایانو د مصرفي بیې شاخص 2.1 سلنه لوړ شوی
CMG2022/11/09 11:33:14
شريکول:

د ۲۰۲۲م کال په اکتوبر کې د چینایانو د مصرفي بیې شاخص د تېر کال د همدې مودې په پرتله 2.1 سلنه لوړ شوی، چې په دې جملې کې يې د مصرفي توکو بیه 3.3 سلنه او د خدماتو بیه يې 0.4 سلنه لوړه شوې ده.

د مالوماتو له مخې، د سږ کال په تېرو لسو میاشتو کې د چینایانو د مصرفي بیې شاخص د تېر کال د همدې مودې په نسبت 2.0 سلنه لوړ شوی او په تېر اکتوبر کې يې ياده بيه د تېر سپتمبر په پرتله په سلو کې 0.1 لوړه شوې ده.