لي که چیانګ کمبوډیا ته ورسېد
CMG2022/11/09 11:29:08
شريکول:

د چین صدراعظم لي که چیانګ د خپل کمبوډیايي سیال سمدیچ هون سن په بلنه، د نومبر د ۸مې نېټې په شپه د پنوم پنه هوايي ډګر ته ورسېد او هلته به د ختیځې اسیا د همکارۍ په اړه د مشرانو په لړيزو غونډو کې ګډون او له کمبوډیا څخه به رسمي لیدنه وکړي. 

لي که چیانګ په هوايي ډګر کې له خبري رسنيو سره په خبرو کې وویل، چین دې ته سترګې په لار دی، چې د ختيځې اسیا د همکارۍ په اړه د مشرانو لړیزې غونډې به پر څواړخیزم او ازادې سوداګرۍ، ور پرانیستې او د ګډو ګټو پر بنسټ خپلمنځي همکاريو تمرکز ولري، د ګردې نړۍ د تولید او عرضې ځنځیرونه به خوندي وساتي، له نړیوالو ننګونو سره د مقابلې، د سیمه ييز اقتصاد د یو ځای کېدو د هڅولو لپاره به په ګډه کوښښونه وکړي او د سیمې او نړۍ د سولې، ثبات او سمسورتیا د ساتلو لپاره به نوی حیاتي ځواک برابر کړي. 

لي که چیانګ په اشارې وویل، چین او کمبوډیا ګاونډي هېوادونه دي او هيله يې ښودلې، چې له کمبوډيايي چارواکو سره د ګډ برخلیک ټولنې په جوړونه کې لا زیات بریالیتوبونه ترلاسه او د دواړو هېوادونو خلکو ته ډېرې ګټې ورسوي.

 (هیله)